مقبوضه کشمیر، د بې ګناه کشمیریانو نسل كشي روانه ده ٬ د شهيدانو شمېره 36 ته ورسېده

سرینګر 13 جولائي (اے پي پي) مقبوضه کشمیر كښې د هندي پوځيانو د لاسه د نوموړي برهان مظفر واني د شهادت نه پس په احتجاجي مظاهرو د هندي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې د بې ګناه کشمیریانو نسل كشي روانه ده او د شهيدانو شمېره 36 ته رسېدلې۔برهان مظفر واني په تېره جمعه د اسلام آباد ضلعې په ككرناك سيمه كښې د خپلو دوه ملګرو سره شهيد كړې شوې ٶ۔د کشمیر میډیا سروس له مخې په احتجاجي مظاهرو كښې د 1500 نه زيات كشميريان ژوبل شوې هم دي