كراچۍ كښې هدفي وژنو له د درېو هېوادونو څخه د روپو پلټنې كول د حكومت ذمه واري ده

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق وئيلي دي كراچۍ كښې هدفي وژنو له د درېو هېوادونو څخه روپو راتلو پلټنې د حكومت ذمه واري ده٬ هند سره خبرو اترو نه انكار نشې كېدې خو په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت په ضد سپينې خبرې كول غواړي ۔د امجد صابري كورنۍ سره شوي لوظونه دې ترسره كړې شي۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې ده ميډيا ته ووئيل د سېنېټ په قائمه كمېټۍ كښې په دې حقله اعتراف شوې چې كراچۍ كښې هدفي وژنو او نورو مقاصدو له درېو هېوادونو تهائي لېنډ٬ سوئيلي افريقه او برتانيې څخه پېسې رالېږلې شي۔ده ووئيل په دې لړ كښې دليل او شواهدو سره په كمېټۍ كښې خبره شوې۔ده ووئيل اوس د حكومت ذمه واري ده چې پلټنې وكړي او ككړ كسان رامخې كړي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هند سره خبرو اترو نه انكار نشې كېدې خو په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت په ضد سپينو خبرو ته ضرورت دے۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د صوبائي حكومت لخوا د امجد صابري كورنۍ سره شوې لوظونه دې ترسره كړې شي او د ھغه قاتلان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ده هېواد كښې د 625 څخه د زياتو ماشومانو د تخښتونې ذكر كولو سره ووئيل كوم حكومت چې ماشومانو ته تحفظ نشي وركولې د ھغوي نور لوي كارونه به څنګه وي۔