صوابی، د شټرنګ پرېوتو پېښه – د3 چینائي انجینئرانو په شمول 5 تنه مړه – 15 نور ژوبل

صوابی ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د تربېلا ډېم د نوي پاور هاؤس پراختيا په منصوبه د تعميراتي كار په مهال د شټرنګ پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د 3 چينائي انجينئرانو په شمول 5 تنه مړه او 15 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ وئيلي شوي چې د خالي او اتوار په مينځنۍ شپه كښې د تربېلا ډېم د نوي پاور هاؤس پراختيا په منصوبه تعميراتي كار روان ؤ چې په دغه مهال شټرنګ پرېوتو۔ د دې ملبې لاندې 3 چينائي سائيډ انجينئران او دوه پاكستاني انجينئران عبدالقدير او شاهد رضا راتلو سره په حق ورسېدل۔ د دې پېښې په نتيجه كښې 15 څخه زيات كسان ژوبل شوې هم دي۔