سعودي عربستان كښې په ترسره شويو بريدونو كښې داعش ككړ كېدې شي۔ سي آئي اے

واشنګټن ۔ 14جولائی (اے پی پی) امريكائي سي آئي اے سعودي عربستان كښې په دې ورستيو كښې په ترسره شويو بريدونو كښې د داعش د ككړ كېدو اندېښنه ښكاره كړې۔ د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې واشنګټن كښې يو تھنك ټېنك ته خطاب كښې د سي آئي اے ډائرېكټر جان برينن ووئيل سعودي عربستان كښې په ترسره شويو بريدونو كښې د داعش د ككړ كېدو شواهد ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل دا شدت خوښې ډله سعودي عربستان لپاره يوه جدي خطره جوړېدې شي۔ ده ووئيل القاعده اوس هم سعودي عربستان لپاره خطره ده ولې داعش د يو لوئے خطر په توګه رامخې ته شوې