سردار اياز صادق او مرتضې جاوېد عباسي راجه فاروق حیدر خان ته د آزاد کشمیر وزیراعظم په ټاكل كېدو مباركي وركړه

اسلام آباد ۔ 31 جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي راجه فاروق حیدر خان ته د آزاد کشمیر وزیراعظم په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د مباركۍ خپلو جلا جلا پېغامونو كښې دوئي ووئيل د راجه محمد فاروق حېدر خان د وزيراعظم په حېث ټاكنه د ده په مشرتابه د قانون سازې اسمبلۍ د غړو د باور څرګندونه ده۔ دوئي هيله ولرله چې د آزاد كشمير ټاكلې شوې مشرتابه او غړي به د جمهوريت او ادارو استحكام له په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ دوئي د وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان كامياب لپاره دعا هم وكړه۔