رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له راغوښتلې شوې۔ بايد چاته ابهام نه وي۔ رېنجرز د سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔ هيله ده نوې اعلی وزير به مرسته كوي۔ په يو دوه ورځو كښ به رېنجرز ته د اختياراتو وركولو معامله هواره شي۔ داخله وزير چوهدري نثار علي خان

ټېكسلا۔ 30 جولائی (اے پی پی) دكورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي سندھ كښې رېنجرز كراچۍ كښې امن په ځائې كولو له راغوښتلې شوې۔ په دې اړه بايد چاته ابهام نه وي۔ دا كېدې نه شي چې رېنجرز ته اختيارات ورنكړې شي او هغوي څخه دې د كاروائۍ كولو هيله ولرلې شي۔ د دوه نيمو كالو په موده كښې رېنجرز د سرونو قرباني وركولو سره امن په ځائې كړې۔ هيله ده نوې اعلی وزير به مرسته كوي۔ په يو دوه ورځو كښ به رېنجرز ته د اختياراتو وركولو معامله هواره شي۔ رېنجرز ته د وفاقي حكومت بشپړ ملاتړ ترلاسه دے او وي به۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ټېكسلا كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔