د کشمیر خپلواكي د هر پاکستانې د زړه غوښتنه ده

APP11-28 ISLAMABAD: July 28 – Federal Minister for IB&NH Senator Pervaiz Rashid addressing seminar on “Masla e Kashmir ka Hal aur Bhaarti Dehshatgardi ke Sade Bab ke liye Pakistan o Aqwam e Alam ka Kirdar” at District Court Shuhda Hall. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي د کشمیر خپلواكي د هر پاکستانې د زړه غوښتنه ده ٬ د كشمير په كشاله د حكومت دريځ د اولس ترجماني كوي٬ پاكستان به د كشمريانو سفارتي ، سیاسي او اخلاقي مرسته دوام داره ساتي٬ وزیر اعظم کشمیر له تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې ٬ واجپائي لاهور ته راوسته او هند د كشمير كشالې هواري له راضي كوٶنكے نواز شريف ٶ٬ د واجپائي د خلې نه د 1999 كال د كشمير مسئلې د هواري كال خبره وېستل لويه كاميابي وه٬ خو نواز شريف نه انتقام واخستې شو٬ او زندان ته واچولې شو٬ آمرانو د كشمير كشاله تل لپاره شاته غورځولې وه ٬ پاكستان د كشمير مسئلې فريق او وكيل هم دے٬ وزیرا عظم د كشمير مقدمه لا قوي كولو له كار كوي ٬ د نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد د زوال نه پرمختګ پلو روان شوے٬ قوي ٬ سوله ايز او خوشحاله پاكستان د كشمير كشالې هواري له ضرورې دے ٬ تر څو چې كشمير آزاد شوې نه وي د كشميريانو مرسته به روانه ساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې “د كشمير كشالې هوارې او د هند ترهه ګرۍ مخنيوي له د نړۍ كردار” په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل واجپائي لاهور ته راوسته او هند د كشمير كشالې هواري له راضي كوٶنكے نواز شريف ٶ٬ د واجپائي د خلې نه د 1999 كال د كشمير د مسئلې د هواري كال خبره وېستل لويه كاميابي وه٬۔ده ووئيل د وخت آمر هند سره يوه لوظنامه وكړه چې پكښې لېكلې شوې پاكستان به كشمير كښې ترهه ګرۍ له خپله خاوره كارولو له و نه كړي د ھغه نه تر اوسه چا هم پوښتنه ونه كړه ۔ده ووئيل چا چې څه كردار لوبولې بايد ومنلې شي ۔ نواز شریف د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په وېنا كښې د نړيوالو مشرانو ضمير راويخ كړې چې د كشمير كشاله دې هواره كړې شي او ملګرو ملتونو ته ئې وئيلي دي چې د كشمير پحقله قراردادونه حل طلب پراته دي۔ وفاقي وزیر ووئيل پخوا د پاكستان معيشت د ديواليه كېدو خبرې كېدې ٬ د ترهه ګرۍ پېښې به هره ورځ رامخې ته كېدې ٬ نن نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي بحالۍ اعتراف كوي ٬ ده ووئېل د زر مبادله پنګې لوړې كچې ته رسېدلې ٬ د نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد د زوال نه پرمختګ پلو روان شوے بايد كرېډټ ئې نواز شريف ته وركړې شي۔ده ووئيل نواز شریف ترهه ګر خپل انجام ته د رسولو لړۍ پېل كړې او هېواد څخه د ترهه ګرۍ د خاتمې ئې لوظ كړې ۔ده ووئيل٬ پاكستان د كشمير مسئلې فريق او وكيل هم دے۔ پروېز رشید سېمینار كول خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د هائي كورټ بار غوندې چېمبرز ٬ پوهنتونونو٬ كالجونو او د بشري حقونو تنظيمونو له هم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې له سېمينارونه كول او د نړۍ ضمير راويخول پكار دي ٬ ده ووئيل هند ګيله كوي چې پاكستان كشمريانو سره ولې ولاړ دے خو هند ته دا نه ده معلومه چې پاكستان او نړۍ دا حق لري چې چرته هم ظلم او بې انصافې كېږي د ھغې په ضد بائد غږ پورته كړې شي ۔ ده ووئيل د خوږ هېواد په پرمختګ كښې بايد د سياستمدارو كردار ومنلې شي ۔ده ووئيل ټول پاكستانيان كشميري اولس سره ولاړړ دي