د پوځ او نورو ادارو په نګرانۍ كښې آزاد كشمير كښې امن ناكې او سپيځلې ټاكنې شوي

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې د پوځ او نورو ادارو په نګرانۍ كښې آزاد كشمير كښې امن ناكې او سپيځلې ټاكنې شوي٬د آزاد كشمير اولس د مجيد حكومت كرپشن او بدعنوانۍ په ضد پريكړه كړې۔د جمعې پھ ورځ جاري كړې شوي په خپل بيان كښې آصف كرماني ووئيل كاش بلاول د مجيد حكومت بدعنوانۍ او كرپشن ډېر وړاندې اصلاح كړی وې نو شاهد دومره عبرت ناك ماتو څخه به بچ شوې وو۔ده ووئيل آزاد كشمير اولس د نواز شريف پرمختګ او څوكالۍ پروګرام له ووټ وركړې او د دهرنو شوقين تحريك انصاف يې د حرف غلط پشان وران كړو۔آصف كرماني زياته كړه چې په تحريك انصاف كښې نه انصاف شته او نه كوم تحريك پاتې دې۔د پاكستان اولس د دهرنو منفي سياست رد كړې۔ده ووئيل بلاول او عمران بايد تر 2018 انتظار وكړي او په خپلو اداګانو غور وكړي۔ده ووئي(ن)ليګ به د نواز شريف پھ مشرۍ كښې د خپلې كاركردګۍ په بنياد په 2018 كښې هم كه لوے څښتن ته منظور وي ټاكنې به ګټي