د پاکستان او برتانيې كركټ ډلو ترمېنځه وړومبنې ټېسټ (نن) لوبېږي

لندن 13 جولائي (اے پي پي) د پاکستان او برتانيې كركټ ډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو د سېريز وړمبنې ټېسټ (نن) د زيارت په ورځ لارډز كښې پېل كېږي۔د قامي كركټ لوبډلې كپتان مصباح الحق وئيلي دي برتانيې ته به ماتې وركولې شي ۔ د سېرېز دوېم ټېسټ به د 22 نه تر 26 جولائي اولډ ټرېفورډ ٬ مانچسټر كښې لوبولې شي۔د كركټ قامي لوبډله به په 29 او 30 جولائي ټور مېچونه لوبوي او د سېرېز دريم ټېسټ به د 3 نه تر 7 اګست په اېجبسټن برمګنهم كښې او دغسې د سېزيز آخري ټېسټ به د 11 نه تر 15 اګست په كېنګټن اوول كښې لوبولې شي۔د پاكستان او برتانيې كركټ لوبډلو ترمېنځه د 5 يو ورځنو مېچونو د سېرېز وړومبنې مېچ به په 24مه اګست په ساٶته تهمپټن ٬ دويم به په 17 اګست لندن ٬ درېم به په 30م اګست نوټېكهم ٬ څلورم به د ستمبر په وړومبۍ نيټه ليډز او آخري ون ډے به په څلورم ستمبر كارډف كښې لوبولې شي