د پاك چین اقتصادې منصوبې او د ګوادار پورټ جوړېدو سره به بلوچستان كښې خوشحالي راشي

APP29-26 ISLAMABAD: July 26 - Governor Balochistan Muhammad Khan Achakzai called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن بلوچستان كښې په پرمختيائي كارونو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي د پاك چین اقتصادې منصوبې او د ګوادار پورټ جوړېدو سره به بلوچستان كښې خوشحالي راشي ۔دا خبرې اولس مشر د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړې۔د بلوچستان ګورنر اولس مشر ته د بلوچستان د مجموعي وضعې په اړه ووئيل بلوچستان كښې د امن وضعه ښه ده ۔اولس مشر بلوچستان كښې په امنيتي وضعه د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل حكومت منطقه كښې امن له هڅې كوي۔اولس مشر ووئيل حکومت بلوچستان نورو صوبو سره برابرولو له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل د پاك چین اقتصادې منصوبې سره به بلوچستان كښې د پرمختګ لاره هواره شي او ځوانانو له به د روزګار موقعې په لاس ورشي چې ورسره به د ځائي اولس د ژوند معيار ښه شي۔