د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونډه

پېنډۍ 13 جولائي(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د داخلي سلامتيا په صورتحال او پیشه واره چارو بشپړ غور وكړې شو۔د پاك پوځ سرلښكر د يو شمېر دړكو باوجود د اختر په ورځو كښې امن او سلامتيا باوري كولو له د استخبارتي او قانون نافذ كونكو ادارو په زړه پورې هڅې وستائېلې۔غونډه كښې د افغانستان وضعې ته خاص پام لرنه كولو سره د بهرنۍ سلامتيا په صورتحال بشپړ غور وكړې شو۔د پولې دواړو اړخو تګ راتګ جاج اخستو او د ترهه ګرو د نقل وحركت څارنه باوري كولو له كنفرنس كښې د فعاله بارډر منيجمنټ لپاره د پورته كړې شويو ګامونو جاج واخستې شو۔د هند لخوا د بې ګناه كشميري ځوانانو د وخشيانه وژنې غندنه كولو سره د پاك پوځ سرلښكر د دې امر پخلې وكړو چې نړۍ بايد د كشميري اولس هيلو تر سره كولو ٬آزادۍ لپاره د دوي د هڅو ادراك كولو او كشمير كښې د اوږدې مودې دوستانه چاپېرچل او منطقه كښې د پوخ امن لپاره د پخوانې شخړې هوارولو له مرسته وكړي