د پاك افغان ډي جي اېم اوز ترمينځه به ملاقات راتلونكې مياشت په كابل كښې كېږي

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز يو ځل بيا په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم سخته غندنه كولو سره په هند واضحه كړې چې كله هم جامع مذاكرات كېږي٬ په كشمير به خبره ضرور كېږي٬هند د كشميريانو غږ غلې كولو لپاره رياستي ترهه ګري پیل كړی٬ په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلم او د دوي عامه وژنه په يو صورت هم د قبلولو نه ده٬ په كشمير كښې د هندي ظلم څخه وروسته نړيواله رايه په تندۍ سره بدلېږي٬ د كشميريانو د خپلواكې د حق غوښتنه د طاقت پھ زور تر پښو لاندې كول رياستي ترهه ګري ده۔ كشمير كورنې معامله ګرځول د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ د ټولو سياسي ګوندونو پشمول ټول قام د كشميريانو د يو والي پھ څرګندونه كښې شريك دے۔ د كال 1990م د تحريك څخه وروستو په وړومبۍ ځل د كشمير مسئلې نړيوال پام ترلاسه كړی۔ مقبوضه كشمير د تېرو 13 ورځو څخه بند دے۔ د كشميري لارښود سيد علي ګېلاني د څلور نكاتي فارمولې په بشپړه توګه ملاتړ كوو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خارجه دفتر كښې د پرېس بريفنګ پھ مهال وكړې۔ خارجه سلاكار په مقبوضه كشمير كښې د اوسني صورتحال پھ اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ووئيل چې مونږ هند سره اړيكې معمول ته راوستل غواړو خو مونږ هندي حكومت ته واضحه كړی چې كله هم جامع مذاكرات كېږي نو د كشمير په مسئله به ضرور خبره كولې شي۔ د كال 1990 څخه وروستو پھ وړومبي ځل مقبوضه كشمير كښې صورتحال دومره سنجيده شوې٬ د هندي اوسني ظلم او د پاكستان د هڅو په نتيجه كښې د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه شوې٬د ملګرو ملتونو٬او آئي سي٬افريقې ائتلاف او اروپائي ائتلاف پشمول نورو نړيوالو ادارو او د بشري حقونو تنظيمونو په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د ظلم غندنه او پھ دې د تشويش څرګندونه كړې۔ خارجه سلاكار ووئيل چې په مقبوضه كشميركښې په بې ګناه كشميري اولس تشدد٬ د دوي عامه وژنه٬ په روغتونونو او ايمبولنسز بريدونه په يو صورت كښې هم د قبلولو وړ نه دي۔ د رياستي ترهه ګرۍ او بشري حقونو خلاف ورزو كشميري اولس حق خود اراديت ترلاسه كولو هڅو مخ نيوي نه شي كولې۔ده ووئيل چې د هندي بشري حقونو تنظيمونو٬مېډيا او د هند پخواني داخله وزير هم كشمير په اولس د هند ځواكونو ظلم غندنه كړی۔د هند پخواني داخله وزير وئېلي چې هند كشميريانو سره كړی لوظونه پوره كړی نه دي او دا مسئله د طاقت څخه نه د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔سرتاج عزيز د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې پاكستان د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې۔ ده ووئيل چې د پاك افغان پولې بارډر منيجمنټ په اړه د دواړو هېوادونو د ډي جي اېم اوز ترمينځه ملاقات به راتلونكې مياشت په كابل كښې كېږي۔ په غونډه كښې به د بارډر منيجمنټ پھ غرض مېكنزم جوړولې شي۔ د دې څخه وړاندې ده د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د خور په مړينه د هغې بخښنې لپاره دعا وكړه