د پاكستان د پرمختګ په هره تيګه د نواز شريف نام ليك دے٬د پېښور نه لاهور او د ګوادر نه تر خنجراب د سترو لارو جوړول د نواز شريف اعزاز دے٬د لاهور نه تر كراچۍ موټروے جوړېږي

چكسواري(اسلام ګړھ) 04 جولائي (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي د پاكستان د پرمختګ په هره تيګه د نواز شريف نوم ليك دے٬د پېښور نه لاهور او د ګوادر نه تر خنجراب د سترو لارو جوړول د نواز شريف اعزاز دے٬د لاهور نه تر كراچۍ موټروے جوړېږي او څوك نه شي وئېلې چې د انرجې په پروژو او د موټروېز په جوړولو كښې كومه بدعنواني شوې٬د آزاد كشمير اولس دې د خپل ووټ د لارې انصاف وكړي٬د ميرپور او د ګرد آزاد كشمير اولس چې د مينې او باور كوم قرض په مونږ واجب شوے كړے دا قرض به د خدمت پھ توګه واپس كوو٬په 21مه جولائي به د بېلټ باكس نه يوازې آزمرې راوځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده حلقه اېل اے 2 چكسواري(اسلام ګړھ)كښې د مسلم ليګ(ن)كارمندانو ته خطاب كښې كړې۔ده ووئيل د ميرپور او ټول آزاد كشمير د اولس د مينې او باور كوم قرض چې په مونږ واجب شوې دا قرض به د خدمت د لارې ادا كولې شي۔ده ووئيل د ميرپور اولس قربانۍ د هېرولو نه دي چې كله بلب بلېږي نو كوچانيان ذده كړې كوي٬ كارخانې كه چلېږي نو خلكو ته د روزګار وركړے كېږي او كه خلكو له روزګار وركړے شو نو تاسو به د روزګار لپاره بهر هېوادونو ته نه ځۍ ۔ده ووئيل پھ آزاد كشمير كښې چې د 1970 نه د ټاكنو كوم عمل پېل شوې وو په دغې 46 كلونو كښې اقتدار لرونكو ګوندونو خلق مايوسه كړي۔پھ دغه موده كښې اقتدار د سردار عتيق٬سلطان محمود او د پيپلز ګوند سره په لاسو كښې وو۔ده ووئېل پھ تېرو پنځو كلونو كښې آزاد كشمير كښې او په وفاق كښې هم د پيپلز ګوند حكومتونه وو خو د برېښنا په پیداوار ئې لاس نه وو پورې كړې او په دغه موده كښې يو يونټ برېښنا پیدا نه كړی شوه۔ده ووئيل پاكستان كښې ترهه ګري وه او د ورځې به د ترهه ګرۍ څو څو پېښې رامخې ته كېدې۔پيپلز ګوند نه برېښنا پېدا كړی او نه يې د ترهه ګرۍ خاتمې له ګامونه پورته كړي