د پاكستان او انګستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه درېم ټېسټ مېچ به په 3م اګست پېل كېږي

برمنګھم 26 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او انګستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه درېم ټېسټ مېچ به په 3م اګست پېل كېږي٬ دواړو لوبډلو يو يو ټېسټ ګټلو سره لوبه برابره كړې۔ د پاكستان لوبډلې په وړومبي ټېسټ كښې كوربه لوبډلې ته په 75 رنز ماتې وركړې وه او د انګستان لوبډلې په دوېم ټېست كښې د پاكستان ټيم ته په 330 رنز ماتې وركولو سره لوبه برابره كړې۔ د سېريز پائلوبه به په 11م اګست په اوول كښې لوبولې شي۔ د يادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمېنځه به 5 ون ډے او يو ټي 20 مېچ هم كېږي