د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د پارلمان عملې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره توره ورځ ولمانځله

اسلام آباد 20 جولائي (اے پی پی) د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د پارلمان عملې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره توره ورځ ولمانځله٬لنډ مهاله سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه او په لويه شمېره د پارلمان غړو پھ خپلو مټو تورې پټۍ تړلې وې۔د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ سېكرټرېټ ملازمينو هم په لويه شمېره ګډون كولو سره پھ مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هندي ظلم په ضد پھ احتجاج كښې برخه واخسته او په مټو يې تورې پټۍ وتړلې