د وزيراعظم تربېلا ډېم كښې د مړه شويو چينائي انجينئرانو كورنيو سره غمرازي د انجينئرانو مړي د دوئي خپلو سيمو ته رسولو له په تندۍ سره د انتظاماتو كولو هدايت

اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د تربېلا ډېم په پراختيا منصوبې د كار په مهال د مړه شويو چينائي انجينئرانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم هاؤس څخه جاري كړې شوي بيان ترمخه وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر كړې چې د دې انجينئرانو مړي دې د دوئي آبائي سيمو ته رسولو له په تندۍ سره انتظامات وكړې شي۔ وزيراعظم پاكستان كښې د كار كوؤنكو نورو چينائي انجنيئرانو حفاظت باوري كولو هم هدايت وكړو۔