د واپډا چارواكو د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د سوهائيډرو پاور پراجېكټ په اړه خبر كړو

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی)د 4500 مېګاواټ برېښنا پیدا كولو استعاد لرونكې داسو هائيډرو پاور پراجېكټ لپاره د زمكې اخستو عمل روان دے۔د واپډا چارواكو د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار ته پھ سوهائيډرو پاور پراجېكټ د كار پېشرفت په اړه بريفننګ وركړو ۔د خزانې وزارت په مرسته د پروژې لپاره د زمكې اخستو په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړی شوي۔وفاقي وزير ووئيل د پروژې وړومبې پړاؤ ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چې قام ته ارزانه برېښنا وركول باوري كړی شي۔د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر هم د پروژې بشپړېدو لپاره د پاكستان حكومت عزم ستائلې دې