د هاكۍ انډر 21 لوبډله د څلورو هېوادونو ټورنمنټ كښې ګډون له المان ته لاړه

لاهور 19 جولائی(اے پی پی ) د هاكۍ انډر 21 لوبډله د څلورو هېوادونو په ټورنامنټ كښې ګډون له المان ته د نهې په ورځ تللې ده ۔په سنګل ليګ جان كښې د څلورو هېوادونو جام به د جولائي 21مې نه تر 24مې نيټې المان كښې تر سره كېږي او په ټورنامنټ كښې به د پاکستان پشمول هالېنډ، المان او بېلجيئم لوبډلې ګډون كوي۔ پاكستان به خپل وړومبې مېچ د جولائي په 21مه نيټه د المان په ضد ٬ په 23 جولائي د بېلجيئم په ضد او په 24 جولائي د پالېنډ په ضد لوبوي۔