د ناټو په مقابله كښې د خپلو پولو حفظات ته چمتو يو۔ د روسيې خارجه وزير

ماسکو 20 جولائي (اے پي پي) د روسيې خارجه وزير سرګئۍ لاوروف وئيلي دي چې د ناټو په مقابله كښې د خپلو پولو حفظات ته په بشپړه توګه چمتو يو۔ په خپل يو بيان كښې ده وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د مرستې هېچرې دا مطلب نه دے چې ناټو دې زمونږ پولو ته نزدې راشي او خپل پوځي تنصيباتو ته دې پراختيا وركړي۔ سرګئۍ لاوروف په سپينو ټكو ووئيل چې روسيه د خپلې دفاع او د وګړو د سلامتيا د تحفظ بشپړ صلاحيت لري۔ ده يو ځل بيا د روسيې د دې دريځ پخلې وكړو چې زمونږ هېواد په شريك احترام او د برابرې په بنياد ټولو اروپائي هېوادونو سره اړيكې غواړي۔ سرګئۍ لاوروف په دې خبره ټېنګار وكړو چې ماسكو په اروپا ٬ اټلانټك منطقه كښې د سياسي او دفاعي سلامتيا په معامله كوټلې مرستې له هم چمتو ده۔