د لاهور قلندر لخوا یاسر شاہ ته د اېکسېلنس اېوارډ وركولو اعلان

لاهور 18 جولائي (اے پي پي) د انګستان په ضد د لارډز په مېدان كښې د ټېسټ په تاريخي كاميابۍ كښې مهم كردار تر سره كوٶنكي د پاكستان ليګ سپېنر یاسر شاہ ته په ښه كردكردګۍ پېرزوئنې وړاندې كولو سره د پي اېس اېل فرنچائز لوبډلې لاهور قلندر د اېكسېلنس اېوارډ وركولو اعلان كړې دې۔ د لاهور قلندر مالك رانا فواد وئيلي دي یاسر شاہ د لارډز په مېدان كښې لس وكټې ترلاسه كړي او په 42 كلونو كښې په وړومبې او په مجموعي توګه د نړۍ شپږم اسپن بالر رامخې ته شوے۔ په ښه كاركردګۍ ياسر شاه د قام سر په وياړ هسك كړې۔ هېواد ته د ستنېدو نه پس به لاهور قلندر یاسر شاہ ته مېلمستيا وركولو سره اېكسېلنس ايوارډ وركوې ۔