د لارډز ټېسټ اتل یاسر شاہ په ټېسټ رېنكنګ كښې خپل ځانګړے مقام تر لاسه مكړو

دبئۍ 18 جولائي (اے پي پي)د انګستان په ضد د لارډز په مېدان كښې د ټېسټ سيالو تاريخي كاميابۍ كښې په مهم كردار تر سره كولو د پاكستان ليګ سپېنر یاسر شاہ په ټېسټ رېنكنګ كښې ځانګړے مقام تر لاسه كولو سره ياسر شاه د لسو لوبغاړو په سوځولو مېن آف دي مېچ ترلاسه كړے دے۔تېره ورځ د آئي سي سي ټېسټ نوي رېنكنګ له مخې په بېټنګ كښې د اسټراليا سټيون سمته په وړومبي لمر دے٬ د نيوزي لېنډ كېن وليمسن په دويم ٬د افريقي هاشم آمله په درېم او دغسې د انګستان جو روټ په څلورم او د ا سوئيلي افريقې اے بي ډي ولېئرز په 5م لمبر دے۔ دغسې يونس خان مصباح الحق هم په ټاپ ټين كښې شامل دي۔ په لارډز ټېسټ كښې د غوره كاركردګۍ په سوب د پاكستان ليګ سپېنر ياشر شاه په باٶلنګ كښې درې درجې ترلاسه كولو سره په ټېسټ رېنكنګ كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړې ٬دې نه وړاندې په وړومبي لمبر د هند سپېنر اېشون ٶ كوم چې اوس په دوېم لمبر دے۔دغسې ا نګلستان جميز اېنډرسن په درېم٬ سټورټ براډ په څلورم او د سوئيلي افريقې ډيل سټين په پنځم لمبر دے