د قامي اسمبلۍ غونډه (سبا) ماښام پارلېمنټ هاؤس كښې كيږي

اسلام آباد ۔ 30 جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ غونډه (سبا) د ګل په ورځ ماښام 5 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كيږي۔ د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوي۔ غونډې څخه وړاندې به په ايجنډا غورله د هاؤس بزنس اېډوائزری کمېټۍ غونډه د سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې كيږي۔ دې سره سره د حكومتي او اپوزیشن پارلماني ګوندونو بېلې بېلې غونډې به هم كيږي كومو كښې به چې د غونډې تګلار وضع كولے شي۔