د سېنېټ چيئرمېن د پارلمان شريكې پبلك اكاؤنټس كمېټۍ جوړولو په هڅو د خزانې وزير ته پېرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن د پارلمان شريكې پبلك اكاؤنټس كمېټۍ جوړولو لپاره په هڅو كولو د خزانې وزير ته پېرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي دي پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې سناتورانو له نمائندګي وركول تاريخي كاميابي ده۔دغسې حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق ووئيل دا معامله پھ ښه ډول حل كولو زه ايوان له مباركي وركوم۔د زيارت په ورځ د سېنېټ پھ غونډه كښې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو نامزدګي ترلاسه كېدو تحريك منظورۍ پھ مهال د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار د پارلمان شريكې پبلك اكاؤنټس كمېټۍ په لړ كښې په زړه پورې هڅې كړي۔په دې زه هغه ته پیرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل دا يوه تاريخي موقع ده چې د اتلسم بدلون په رڼا كښې پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې سناتورانو ته نمائندګي وركړې كېږي۔