د سی پیك ترمخه حوېلو نه تر تھاکوټ سترې لارې په بشپړولو كار روان دے

اسلام آباد 29 جولائی(اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوي دي د سی پیك ترمخه د حوېلو نه تر تھاکوټ د سترې لارې په بشپړولو په تندۍ سره كار روان دے، دیامر بھاشا بند جوړولو له د سړكونو جوړولو كار این ایچ اے کوي او فنډز واپډا وركوي، این ایچ اے كښې د ډائریکټرانو په 25 فیصده چوكو نيغ په نيغه بهرتۍ كېږي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب د پارلماني چارو وفاقی وزیر شیخ آفتاب احمد ووئيل د حوېلو نه تر تھاکوټ ستره لاره سی پیك منصوبے ترمخه د جوړولو منصوبه بندی شوې ده ۔ په دې پروژه كار روان دے ۔د چین کمپنۍ په دې كار كوي۔ ده ووئيل ایبټ آباد كښې ټرافك زيات دے ځكه دغه برخه به تندۍ سره بشپړولې شي۔ د سناتور جاوید عباسی د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دې پروژې له به زمكه اخستې شي ۔ د سناتور طاهر حسین مشهدی د پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل دیامر بھاشا بند جوړولو له د سړكونو جوړولو كار این ایچ اے کوي او فنډز واپډا وركوي۔