د سي پیك پروژې له مخې به سږ كال د چين كمپنۍ د توان او انفراسټركچر د 30 منصوبو بشپړولو سره سره 5 نوې منصوبې پېل كوي۔ژولن جيان

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پی) پاکستان كښې د چین سفارتي مشن دوهم چيف ژولن جيان وئيلي دي د سي پیك پروژې له مخې به سږ كال د چين كمپنۍ د توان او انفراسټركچر د 30 منصوبو بشپړولو سره سره 5 نوې منصوبې پېل كوي۔”اے پي پي” سره په خبرو كښې ده ووئيل اوسمهال د سي پېك له مخې د سكرو٬ لمر ٬ سيلۍ٬ او هائېډرو پاور توان په 8 پروژو كار روان دې كومې چې به د هېواد د توان حاجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده ووئيل د چين كمپنۍ په قراقرم ستره لاره د تهاكوټ ٬ حوېلو سېكشن او په سكهر ٬ ملتان سېكشن هم كار كوي او په دې به 3 اربه ډالره لګښت راځي۔ده ووئيل د چين او پاكستان ترمېنځه د سي پېك منصوبې لاسليك نه وړاندې چين بهر هېوادونو كښې نېغه په نيغه سرمايه كارۍ كښې په 16م لمبر ٶ خو د دې منصوبې نه پس چين په پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې لوې هېواد دې۔ده ووئيل سي پېك منصوبې سره به نه يوازې پاكستان ته بلكې ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔