د سنوكر قامي لوبډله به په ورلډ سكس رېډ اېنډ ټيم 1 يونټ سنوكر چمپئن شپ كښې ګډون لپاره د جولائي په 19مه نېټه مصر ته ځي

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د قامي سنوكر 5 كسيزه لوبډله به په ورلډ سكس رېډ اېنډ ټيم 1 يونټ سنوكر چمپئن شپ كښې ګډون لپاره د جولائي په 19مه نيټه مصر ته ځي۔ د پاکستان بلیئرډ اېنډ سنوکر اېسوسي اېشن صدر له مخې د سنوكر نړيوال جام به د 20 جولائي نه تر 30 جولائي په مصر كښې لوبولې شي۔د پاكستان سنوكر لوبډلې په لوبغاړو كښې بابر مسیح ‘ اسجد اقبال ‘ محمد بلال او سهېل شهزاد شامل دي دغسې نويد كباډيه به د ريفري په توګه لوبډلې سره مصر ته ځي۔ده ووئيل په دې لړ كښې ټولو تيارو ته حتمي شكل وركړې شوې۔