د خبريالانو نړيوال تنظيم كمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس هندي چارواكو څخه كشمير كښې د خبريالانو د تنګولو لړۍ بندولو او وړځپاڼو څخه د بندېزونو پورته كولو غوښتنه

نیویارک۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خبريالانو نړيوال تنظيم كمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس هندي چارواكو څخه كشمير كښې د خبريالانو د تنګولو لړۍ بندولو او وړځپاڼو څخه د بندېزونو پورته كولو غوښتنه كړې۔ د خبريالانو خپل فرض ترسره كولو څخه منع كولو په نتيجه كښې به صورتحال لا ناوړه شي۔ د سي جے پي د آسيا پروګرام كوارډينېټر سټيون ټېلر يو بيان كښې وئيلي هندي حكومت بايد په ورځپاڼو لګېدلې بندېزونه پورته كړي او د معلوماتو او اطلاعاتو رسنه دې باوري كړي۔ ده زياته كړه چې كشمير اولس ته د اوږدې مودې پېښې ستونزې آزاد صحافت سره هېڅ تعلق نه لري۔ ولې د خبريالانو خپل فرض ترسره كولو څخه منع كولو په نتيجه كښې به صورتحال لا ناوړه شي۔ په دې مهال د هندي ابلاغ ذريعو مقبوضه كشمير كښې د خبريالانو او صحافتي ادارو په ضد د ګامونو غندنه كړې۔ هندي ورځپاڼې “انډين اېكسپرېس” خپل راپور كښې وئيلي چې “كشمير كښې د رائې څرګندونې آزادي سلب كړے شوے”۔ د هندي خبريالانو تنظيم انډين يونين آف جرنلسټس وئيلي مقبوضه كشمير كښې صورتحال كومه هم ټولنه نه قبلوي۔ سوئيلي آسيا لپاره د بشري حقونو نړيوالې ادارې هيومن رائټس واچ ډائرېكټر مینا کشی ګنګولی يو بيان كښې وئيلي دي هندي پوليس ته بايد د مظاهرچيانو په ضد د وحشيانه طاقت كارولو اجازه ورنكړے شي۔ ده ووئيل احتجاج كوؤنكې كشميري اولس دا يو شكايت لري چې د دوئي د بنيادي حقونو خلاف ورزي كيږي له دې كبله چارواكي دې د بشري حقونو احترام باوري كړي