د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځھ د الېكش كمېسيون غړو ټاكنې له د هر صوبې نه د درېو درېو نامو پارلماني كمېټۍ ته د لېږلو پركړه۔

اسلام آباد ۔ 21 جولائي (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د الېكشن كمېسيون غړو ټاكنې تګلار آئين كښې شته۔ د آئيني مودې دننه به غړي غوره كولې شي۔ د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه سره په ګډه خبري كنفرنس ته ده ووئيل د تېرو څو اونيو څخه د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه سره د الېكشن كمېسيون غړو ټاكنې په اړه ملاقاتونه روان دي ۔ د آئين ترمخه 45 ورځو كښې دننه د الېكش كمېسيون ټاكنه ضروري ده۔ ده ووئيل د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځھ د الېكش كمېسيون غړو ټاكنې له هر صوبې څخه د درېو درېو نامو د قامي اسمبلۍ سپيكر ته په لېږلو سلا راغلې۔ ده ووئيل د پارلماني كمېټۍ غونډه به د جولائي په 25 نېټه لس نيمې بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كيږي كومه كښې به چې هرې صوبې څخه يوه يوه نامه په سلا غوره كولې شي۔ ده ووئېل هم په دغه ورځ د غړو نوټيفيكېشن جاري كولې شي۔ د ټولو مخالفو ګوندونو په سمشاورت نامې وركولې شي۔ ده ووئېل هڅه كوؤ چې داسې كسان رامخې ته نه شي د كومو ماضي چې سياسي او متنازعه وي۔ ده ووئيل د څلورو واړو صوبو څخه درې درې نامو كښې د ټېكنوكرېټ ٬ ريټائرډ ججانو او رېټائرزډ بېوركرېټ نامې به هم اخستلې شي۔ په دې مهال سيد خورشيد شاه ووئيل د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځھ د الېكش كمېسيون غړو ټاكنې له هر صوبې څخه د درې درې نامو پارلماني كمېټۍ ته په لېږلو سلا راغلې۔ ده ووئيل د قانون ترمخه حكومتي او مخالفې ډلې له په ګډه دا پرېكړه كول وو۔ ده ووئيل دا ځل د متنازعه كسانو نامې په نه رامخې ته كولو اتفاق شوے۔ ده ووئيل په دې لړ كښې بايد ميډيا غوره كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هڅه به وي چې الېكش كمېسيون متنازعه جوړ نه كړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مخالفو ګوندونو ٬ د پاكستان تحريك انصاف شاه محمود قرېشي ٬ د قامي وطن ګوند مشر آفتاب شېرپاؤ ٬ اېم كيو اېم او نورو ګوندونو هم خپلې نامې وركړي دي۔