د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق مدينه منوره او د سعودي عربستان نورو ښارونو كښې د بمي چاؤدنو سخته غندنه وكړه

اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) د جماعت اسلامي پاكستان امير سناتور سراج الحق مدينه منوره او د سعودي عربستان نورو ښارونو كښې د بمي چاؤدنو سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي دښمنانو اوس زمونږ روحاني مركزونه په نښه كول پېل كړيدي۔ د حرمېن شریفېن ساتنې له بايد اسلامي نړۍ يو موټې كېدو سره د سعودي عربستان ملګرتيا وكړي دغسې چې د دښمن ناوړه لوظونه ناكام كړې شي۔ ده ووئيل د دې مقدس ځايونو په نښه كوؤنكي د انسانيت دائرې څخه بهر دي۔ ده ووئيل د دې چاؤدنو په شا هغه طاقتونه دي كومو چې عراق ، فلسطین ، سوريه او نورو ځايونو كښې مسلمانان په نښه كړي دي۔ دا يو لوئے سازش دے او د دې ناكام كولو له به مسلمانانو او په خاص توګه مسلمان لارښودو له يو موټې كېدل وي۔