د انګستان او پاكستان كركټ لوبډلو ترمېنځه درېم تسټ په 3م اګست پېل كېږي

برمنګھم 31 جولائي (اے پي پي) د انګستان او پاكستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو سېريز درېم مېچ برمنګهم كښې په 3م اګست پېل كېږي۔د دواړو لوبډلو ترمېنځه 1-1 سره سېريز برابر دے۔د ټېسټ مېچونو آخري لوبه د اګست په 11مه نيټه اوول كښې كېږي۔د يادونې وړ ده د انګستان او پاكستان كركټ لوبډلو ترمېنځه به 5 ون ډې او يو ټي 20 مېچونه هم لوبولې شي۔قامي كركټ لوبډله به د انګستان دورې په مهال د آئرلېنډ كركټ لوبډلې سره دوه ون ډې مېچونه كوي ٬وړومبې مېچ به د اګست په 18مه نيټه او آخري مېچ به په 20م اګست ډبلن كښې لوبولې شي۔