د انجینئر امیر مقام لخوا چترال كښې د بارانونو په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم سلاحكار انجينئر اميرمقام د چترال په ارسون كلې كښې د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ يو پېغام كښې ده ووئيل زمونږ خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي او د دوئي هر ډول ممكنه مرسته كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔ په دې مهال ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔