د امريكې اولس مشر به(نن)پھ ډېلاس كښې د وژل شويو پوليس اهلكارو پھ آخري رسوماتو كښې ګډون كوي

واشنګټن 11 جولائي (اے پي پي) د امريكې اولس مشر باراك اوباما به(نن)د نهې پھ ورځ پھ ډېلاس كښې د وژل شويو پوليس اهلكارو پھ آخري رسوماتو كښې ګډون كوي۔د امريكائي مېډيا له مخې پھ واشنګټن كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ ووئيل چې نن به اولس مشر اوباما ګېلاس ته ځي چرته به چې هغه پھ ټېكساس كښې د وژل شويو پوليس اهلكارو په آخري رسوماتو كښې ګډون كوي او اولس ته به وېنا هم كوي