د اروپائي ائتلاف او برتانيې ترمېنځه د كوټلو اړيكو مرستياله يو۔ د امريكې خارجه وزير

واشنګټن 20 جولائي (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير جان كېري وئيلي دي د برتانيې لخوا د 28 هېوادونو د يونين نه د جلا كېدو پرېكړې نه پس به امريكا د اروپائي ائتلاف او برتانيې ترمېنځه اتحاد لا مضبوطوي۔ لندن كښې د برتانيې خپل همڅنګ بورس جانسن سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې جان كېري ووئيل امريكا به هڅه كوي چې د دې خبرې ډاډګيرنه او اعانت وكړې چې عبوري دور په ښه ډول مخ په وړاندې لاړ شي او د برتانيې او اروپائي ائتلاف اړيكې ښې شي۔