د آزاد كشمير اولس دې د جولائي پھ 21مه نېټھ پھ زمري مهر لګولو سره د دهرنې سياست كونكو ته پیغام ورسوي چې اولس د نواز شريف پھ مشرۍ كښې د پرمختګ او خوشحالۍ سفر روان ساتل غواړي

APP10-18 DHEERKOT AJK: July 18 – Federal Minister for Information, Broadcasting and National Heritage, Senatior Pervaiz Rashid addressing a public gathering. APP photo by Irshad Sheikh

دهير كوټ 18 جولائي (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي چې د آزاد كشمير اولس دې د جولائي پھ 21مه نېټھ پھ زمري مهر لګولو سره د دهرنې سياست كونكو ته پیغام ورسوي چې اولس د نواز شريف پھ مشرۍ كښې د پرمختګ او خوشحالۍ سفر روان ساتل غواړي٬بدلون په دهرنو نه بلكې په پرچه راځي٬مسلم ليګ(ن)به د ووټ په طاقت په آزاد كشمير كښې بريالې كېږي٬نواز شريف كشميريانو ته د آزادۍ وركولو د برېښنا د كمي لرې كولو او د روزګار وركولو نسخه لري٬دا نواز شريف وو چې واجپائي يې لاهور ته په راتللو مجبور كړو او وې ومنله چې امن لپاره د كشمير د مسئلې حل ضروري دے٬نن د دهيركوټ اولس د تښتېدونكو ټولې لارې بند كړی دي٬د اولس د خدمت نه كونكو نه هم داسې بدل اخستلې شي٬هر خوا ته د مسلم ليګ(ن)كاركنان پھ نظر راځي۔ده دا خبرې د ګل پھ ورځ په دهير كوټ كښې د مسلم ليګ(ن)د حلقه اېل اے 13 كانديد راجه افتخار ايوب لخوا د كاركنانو جوړ كړی شوي لاريون ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ووئيل چې د دهير كوټ پھ لاريون كښې اولس شريك دے۔پھ آزاد كشمير كښې مې پھ خپل ژوند كښې داسې لاريون نه دې ليدلې هر خوا ته خلك دي۔ده ووئيل چې نن اولس د تښتېدونكو لارې بند كړی دي كله چې اولس پھ لار ودرېږي نو دې ته اولسي انتقام وئېلي شي كوم خلك چې د اولس خذمت نه كوي اولس د دوي نه داسې بدل اخلي او كله چې اولس چا سره مينه كوي نو بيا هم داسې پھ لارو ودرېږي۔نن اولس د نواز شريف پھ مينه كښې د هرې خوا نه راغلې۔