داخله وزير چوهدري نثار علي خان (نن) د نادرا مېګا سنټر پرانسته كوي۔ بليو اېريا اسلام آباد كښې دا مېګا سنټر به د پاكستان تر ټولو لوئے نادرا سنټر وي۔ د روزانه په بنياد به دوه زرو څخه په زياتو خواستونو كار كولې شي۔ د داخله وزير وياند

APP67-27 ISLAMABAD: May 27 - Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan addressing a Press Briefing at NADRA Headquarters. APP

اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان (نن) د ګل په ورځ د نادرا مېګا سنټر پرانسته كوي۔ بليو اېريا اسلام آباد كښې دا مېګا سنټر به د پاكستان تر ټولو لوئے نادرا سنټر وي۔ چرته به چې د روزانه په بنياد د دوه زرو څخه په زياتو خواستونو كار كولې شي۔ د اتوار په ورح د داخله وزارت وياند لخوا جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې د چوهدري نثار علي خان په خاص هدايت ټول هېواد كښې 6 نادرا مېګا سنټرز او 15 اېګزېكټو پاسپورټ آفس سنټرز جوړولې شي۔ ددې مېګا سنټرو مقصد اولس ته د شناختي كارډ او دې سره نورو اړوندو چارو كښې اسانۍ وركول دي۔