حكومت د پېټروليم مصنوعاتو نرخونه راروانه مياشت په ځائې د ساتلو اعلان وكړو

اسلام آباد ۔ 30 جولائی (اے پی پی) حكومت د پېټروليم مصنوعاتو نرخونه راروان مياشت په ځائې د ساتلو اعلان كړے۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ د پېټرولیم مصنوعاتو نرخونو كښې د رد وبدل نه كولو اعلان كولو سره سره ووئيل وزيراعظم نواز شريف د پېټرولیم مصنوعاتو نرخونو كښې د زياتي نه كولو امر كړے۔ د پېټرول نرخ به تر 31 اګست 2016ء په ځائې ساتلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت به دې لړ كښې د 2 ارب روپو سبسډي زغمي۔ ده ووئيل پاكستان كښې اوس هم د پېټرولو نرخ د نورو هېوادو په مقابله كښې كم دے۔