حكومت د ماشومانو د جبري مشقت خاتمې لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي

اسلام آباد21 جولائی (اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده وئېلي دي حكومت د ماشومانو د جبري مشقت خاتمې لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي بايد صوبې د جبري مشقت خاتمې لپاره قانوني سازۍ ته حتمي شكل زر وركړي۔د زيارت په روځ د سېنېټ پھ غونډه ګښې د سناتور عتيق شېخ د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ده ووئيل وفاقي حكومت د اړوندو وزارتونو د لارې ضروري سپارښتنه كوي۔د جبري مشقت معامله اوس د صوبو كار دے۔ ده ووئېل وفاقي حكومت هڅه كوي چې صوبې د جبري مشقت خاتمې لپاره قانون جوړ كړي۔پنجاب او خېبرپښتونخوا قانون جوړ كړے او په بلوچستان كښې هم په دې پروګرام عمل روان دے او په سندھ كښې دې مقصد لپاره فنډ بېل كړی شوې دې