اېشین هاکۍ چیمپئنز ټرافي به د اكتوبر په 20مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د اېشین هاکۍ چیمپئنز ټرافي به د اكتوبر په 20مه نېټه د ملائيزيا په كوانټن ښار كښې پېل كېږي چې پكښې به د پاكستان ٬ هند ٬ سوئيلي كوريا٬ جاپان ٬ چين او ملائيزيا برخه اخلي او جام به تر 30 اكتوبر دوام لري۔ د يادونې وړ ده چې پاکستان پرله پسې دوه ځله دا جام په خپله نامه كړې او سږ كال د كاميابۍ په صورت كښې به پاكستان د ټرافۍ هېټ ټرك وكړي۔