اولس مشر د انكم ټېكس ترميمي بل 2016ﺀ منظوري وركړه ۔ د خزانې وزير اسحاق ډار خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 31 جولائی (اے پی پی) د خزانې وزير اسحاق ډار وئيلي دي اولس مشر د انكم ټېكس ترميمي بل 2016ﺀ منظوري وركړه۔ په غېر منقوله جائيداد عمل درآمد له آرډيننس راوړلے شي۔ د شهيدانو وارثانو لخوا په خرڅېدونكي پلاټ به په وړومبي ځل کېپیټل ګېن ټېکس معاف وي۔ خېبرپختونخوا كښی د اعلی وزير په وېنا کسټم اېکټ 1969 نافذ كړے شوے ؤ او هم د هغه په وېنا دا ختمولې شي۔ د 7 اګست رېلی سره هېڅ فرق نه پرېوځي۔ تحریک انصاف بايد د باران او سېلاب ځپليو مرسته وكړي۔ په ټي او آرز د پارلماني كمېټۍ غونډه د آئي اېم اېم ريويو غونډه كښې د مصروفيت په سوب به د اګست په 9مه نېټه د دې كولو له سپيكر ته خواست كوؤ۔