امریکا د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)امريكا كښې د پاكستان سفير جلیل عباس جېلاني وئيلي دي امریکا د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري٬ نړيوال بانك٬ آئي اېم اېف او د امريكې مالياتي ادارې د تېرو درې كالو په مهال د پاكستان د اقتصادي كاركردګۍ نه مطمئن دي او په دې حقله مثبت جذبات لري ۔دا خبرې ده د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په ملاقات كښې كړې۔ده وفاقي وزير ته ووئيل یو اېس انسټي ټیوټ آف پیس او جان هوپکنز پوهنتون پشمول د امريكې نوموړې تهنك ټېنك او تعليمې ادارې سږ كال واشنګټن كښې د نړيوال بانك او آئي اېم اېف غونډې په موقع د خزانې وزير اسحق ډار ته بلنه وركولو او د پاكستان د كاميابه اقتصادېات پحقله وېنا كښې خوښي لرې ۔په دې موقع وفاقي وزير د كلنې غونډې په مهال د امريكې تهنك ټېنك سره رابطې لپاره د انتظام كولو خوښي څرګنده كړه ۔ سفیر عباس جېلاني وفاقي وزير اسلام آباد كښې كېدونكې د پاكستاني سفیرانو كنفرنس په اړه هم خبر كړو۔ وفاقي وزیر د پاك امريكې د اقتصادې او په خاص توګه د تجارتي اړيكو په وده كښې د سفير جلیل عباس جېلاني هڅې وستائېلې