پاکستان د نوموړي كشميري لارښود او د جموں اېنډ کشمیر لبرېشن فرنټ مؤسس مقبول بټ نزدې ملګري غلام محمد خان په مړينه خواشيني وښوده

اسلام آباد ۔ 10 جون (اے پی پی) پاکستان د نوموړي كشميري لارښود او د جموں اېنډ کشمیر لبرېشن فرنټ مؤسس مقبول بټ نزدې ملګري غلام محمد خان په مړينه خواشيني ښودلې ده چا چې د كشميري اولس نصب العېن لپاره ستر خذمات ترسره كړي۔ د خارجه دفتر بيان كښې وئيلي شوي پاكستان ته د غلام محمد خان په مړينه غم دړد رسېدلې۔ د ده مرګ د كشميريانو د خپلواكۍ حق نصب العېن ته زيات زيان رسولې۔ د پاكستان حكومت او اولس د ده په مړينه د ده كورنۍ او ملګرو سره د زړه د كومي نه غمرازي كوي۔ لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي