پاكستان ټولو هېوادونو سره په زړه پورې اړيكې غواړي

اسلام آباد ۔ 28 جون (اے پی پی) خارجه چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي دي پاكستان ټولو هېوادونو سره په زړه پورې اړيكې غواړي۔ افغانستان سره غوره اړيكې په ځائې كولو له هر ممكنه هڅه كوؤ۔ مستحكم افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه طارق فاطمي د نهې په ورځ يو سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ټولو هېوادونو سره غوره اړيكو ته پاكستان تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ ولې د دې مقصد دې دا نه وي چې د نورو هېوادونو د ناكامو ذمه وار پاكستان وګرځولې شي۔ ده ووئيل پاكستان هر ممكنه هڅه كړې چې افغانستان سره ښې اړيكې په ځائې كړې شي۔ د پرانستې خپل خطاب كښې د آئي پي آر چيئرمېن همایوں اختر خان ووئيل پاكستان منطقه كښې د خپلو ګټې ساتنې له يوې مستقلې او غوره خارجه پالېسۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل افغانستان سره ښې اړيكې جوړول ډېېر ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان له به ايران سره هم خپلې اړيكې ښه كول وي۔ دې سره سره كه امريكا سره كوم اختلاف وي نو هغه دې هم ختم كړې شي۔