پاكستان هوائي ځواك د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د ستائنې وړ كردار ترسره كوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد ۔ 16 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان هوائي ځواك د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د ستائنې وړ كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د پاك هوائي ځواك مشر سهېل امان سره خبرو كښې وكړه چا چې اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل پاك هوائي ځواك د رياست د دښمنانو ناوړه لوظونه ختم كړل۔ ده ووئيل پاك هوائي پوځ د فضائي حدونو ساتنې له مؤثر ډاكټرائن جوړ كړے۔ اولس مشر په دې مهال د پاك هوائي پوځ اعلی معيار او كاركردګي هم وستائله۔ ملاقات كښې ائرچیف مارشل سهېل امان اولس مشر د پاك هوائي ځواك د پېشه ورو چارو څخه خبر كړو۔