٬ امن لپاره پرمختګ او امن ناكه ګاونډيتوب زمونږ د خارجه پالېسۍ بنياد دے

APP42-01 ISLAMABAD: June 01 - President Mamnoon Hussain addressing the joint sitting of Majlis-e-Shoora (Parliament) in National Assembly. Chairman Senate Mian Raza Rabbani and Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq are also present. APP

اسلام آباد01 جون (اے پی پی) د پرمختګ او استحكام مقصد د جمهوريت نه غېر ترلاسه كېدې نشي٬ د جمهوريت د لارې د اولس خدمت او د هغوي د ژوند معيار ښه كېدې شي٬ امن لپاره پرمختګ او امن ناكه ګاونډيتوب زمونږ د خارجه پالېسۍ بنياد دے٬قام د بد آمنۍ ختمولو لپاره د خپلو محافظو ادارو په شا ولاړ دے٬هيله ده تر 2018 به د برېښنا په ټولو پروژو كار بشپړ كړې شي او د دې نه پس به د توان په بحران قابو وموندلې شي٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د قامي معيشت بقاﺀ لپاره مهمه ده ٬ ځوانان خپل طاقت ګرځولو لپاره د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځه همغږۍ ته اړتيا ده٬د انتهاخوښۍ مخ نيوي لپاره دې غېر سياسي او د بې پرې علماﺀ كرامو او د سماجي علومو د پوهانو ډله جوړه كړی شي٬مينځني ختيز كښې رامخې ته شوې تاؤ تريخوالې ختمولو له پاكستان مثبت كردار ترسره كړې٬قوي پاكستان د قوي معيشت د لارې ممكن دے٬ګاونډيانو سره بې تعطله٬پرله پسې او د نتيجې وړ خبرو له خوښي لرو٬د سيمې د مسئلو بنيادي وجه د كشمير مسئله ده كومه چې د نيمې وچې د وېش نامكمله ايجنډا پاتې ده ٬د خارجه سېكترانو په كچه د خبرو اترو په ځنډولو مونږ تشويش لرو٬ سيمه كښې امن او استحكام له پھ افغانستان كښې امن ته اړټيا ده٬سږ كال تر آخر به كورنۍ سلامتيا باوري كولو سره مونږ د ضرب عضب ټول اهداف ترلاسه كولو كښې بريالي شوو٬ د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكي رضا كار او پوليس زمونږ اتلان دي۔ اولس مشر ممنون حسېن د شورو په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كولو۔ده ووئيل د اوسني پارلمان په كاميابۍ سره د د دريو كلونو بشپړولو او د څلورم كال په پېل كېدو ټولو پارلماني غړو او قام له مباركي وركوم۔ ده ووئيل د دريو كلونو دا مزل دا حقيقت په ډاګه كوي چې زمونږ سياسي نظام دومره صلاحيت پیدا كړې چې مونږ په بېلا بېلو بحرانونو په كاميابۍ سره قابو موندلې شو۔د دې مطلب دا دے چې قام په دې نتيجه رسېدلے چې د كوټلي پرمختګ او استحكام مقصد د جمهوريت نه غېر ترلاسه كېدې نشي۔د سياسي بلوغت پلو دا يو لويې قامي پېشرفت دے په كوم چې پارلمان٬سياسي ګوندونه او پاكستانے قام د ستائنې وړ دے۔ده ووئېل زه تاسو ټولو ته پھ دې پېشرفت يو ځل بيا مباركي دركوم۔په تېرو دريو كلونو كښې په هر ډول نرم ګرم ٬تريخ او خوږ چاپېرچل كښې د جمهوريت دا مزل په كاميابۍ سره روان وو ٬اوس دا د قام د هر وګري هرې طبقې او هرې ادارې ذمه واري ده چې په قامي ژوند كښې وده موندونكې دې مثبت رجحان قوي كولو لپاره په دې مشن كښې د زړه نه برخه واخلې