وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د قزاخستان وزيراعظم كريم ماسيموف سره وليدل

اسلام آباد 06 جون(اے پي پي)د قزاخستان وزیراعظم کریم ماسیموف د پاكستان لخوا د قزاخستان په دفاعي نندارتون کاډېکس 2016 كښې د ګډون ستائنه كړې ده ۔د دفاعي پېدوار وزارت وياند له مخې رانا تنویر حسېن څوك چې دا مهال په قازخستان دفاعي نندارتون (کاډېکس۔2016) كښې د ګډون كوٶنكي پاكستاني پلاوي مشري كوي د قزاخستان وزيراعظم كريم ماسيموف سره ليدلې دې ۔په دې موقع د قزاخستان وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې مخ په زياتېدو دي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او ده پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له خوښې ښكاره كړې شوه ۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د فوځي تكنيكي مرستې په تړون هم لاسليك وشو۔وزيراعظم كريم ماسيموف په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو كښې په دواړو هېوادونو ترمېنځه په مرسته ټېنګار وكړو۔