وزيراعظم محمد نواز شريف د اوبو او برېښنا وزارت ته د پیشمني او روژه ماتي پھ وخت د لوډشېډنګ نه كولو امر وكړو

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د اوبو او برېښنا وزارت ته د پیشمني او روژه ماتي پھ وخت د لوډشېډنګ نه كولو امر كړے دے ۔وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سپارښتنه كړې چې اولس له دې د روژه ماتي او پېشمني په وخت بې تعطله برېښنا وركول باورې كړې شي۔وزيراعظم دا سپارښتنه هم كړی چې په وزيراعظم هاؤس كښې د لوډشېډنګ كولو وختونه په سختۍ سره منيټر كولې شي ۔