منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو لپاره قائمه كمېټۍ د تربېلا IV هائيډرو پاور پراجېكټ د پراختيا پروژه زر بشپړولو هدايت وكړو

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئېلي شوي چې د تربېلا IV هائيډرو پاور پراجېكټ د پراختيا پروژه ترسره كېدو سره به د 90 كروړ ډالر بچت وشي او كمېټۍ هدايت كړې چې په ترجيحي بنيادونو دې دا پروژه په ټاكلي وخت كښې بشپړه كړې شي۔ د كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن عبدالمجيد خان خانان خيل پھ مشرۍ كښې پھ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه په كومه كښې چې د كمېټۍ غړو چوهدري جعفراقبال٬سيد محمد اطهر حسېن شاه ګېلاني٬طارق كرسټو فرقيصر٬شازه فاطمه خواجه٬ شاهين شفيق٬شازيه فريد٬ شمس النساﺀ٬ ډاكټر نفيسه شاه٬ جنيد اكبر٬شېخ صلاح الدين٬ شېراكبر خان٬شېر اكبر خان٬افتخار الدين نه علاوه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت او اوبو او برېښنا اعلٰی چارواكو ګډون وكړو