مارګله فېسټول كښې په اسونو د نېزه بازۍ سيالۍ پائي ته ورسېدې ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد پوزيشن ترلاسه كوٶنكو لوبغاړو له انعامونه او ټرافۍ وركړې

اسلام آباد 06 جون(اے پي پي)د اسلام آباد وګړو او په خاص توګه د ځوانانو تفريح لپاره په فاطمه جناح پارك (اېف نائن) مارګله فېسټول كښې په اسونو د نېزه بازۍ سيالۍ پائي ته رسېدلي دې ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد په دې موقع خاص مشر مېلمه وو۔په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني٬ د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري راجه محمد حنيف٬ اسلام آباد دوهم ميئر چوهدري رفعت اېډٶوكېټ هم موجود وو۔ د نېزه بازۍ په سيالو كښې د 50 نه زياتو كلبونو او د 400 نه زياتو لوبغاړو روايتي جامو كښې برخه واخسته۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكارډاکټر آصف کرماني د ون يونټ وړومبي ٬ دوئټم او درېم پوزيشن ترلاسه كوٶنكو لوبغاړو٬ انتظاميې او ججز له شېلډز او نغد انعامونه وركولو سره په ښه لوبه كولو مباركي وركړه او د لوبغاړو ډاډګيرنه ئي وكړه۔ انتظاميې د لوبې په ډاډګيرنه كولو د وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ٬ ډاكټر آصف كرماني او د چوهدري طارق فضل چوهدري مننه وكړه۔