غور كښې د شدت خوښو په بريد كښې د حزب اسلامي پخوانې كمانډر او د امن كونسل غړې نصرالله نصرت مړ شوې

كابل 07 جون (اے پي پي) افغانستان كښې په بېلو كاروائيو كښې 26 شدت خوښي مړه شوي دي چې پكښې د داعش شكمن غړي هم شامل دي٬غور كښې د شدت خوښو په بريد كښې د حزب اسلامي پخوانې كمانډر او د امن كونسل غړې نصرالله نصرت هم مړ شوې دې ۔د افغان مېديا له مخې چارواكو وئېلي دي تېره ورځ امنيتي ځواكونو د ننګرهار په كوټ اولسوالۍ كښې داعش په جالو د بريد په نتيجه كښې د داعش پنځه غړي وژلې دي۔د دې نه وړاندې تېره ورځ هم ننګرهار كښې د يوې كاروائۍ پھ مهال 11 عسكريت خوښي مړه او 14 ژوبل شوي وو۔د افغان حكومت له مخې ننګرهار كښې د داعش پھ ضد كاروائي په كاميابۍ سره روانه ده۔په غزني ولايت كښې دغسې يوه بله فضائي كاروائۍ كښې 14 عسكريت خوښي مړه شوي۔