صوبائي حكومتونو سره په ګډه به ډېر زر يو نوے اېن اېف سي ايواړډ پايې ته ورسي۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار قامي اسمبلۍ كښې اعلان

اسلام آباد ۔ 17 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي صوبائي حكومتونو سره په ګډه به ډېر زر يو نوے اېن اېف سي ايواړډ پايې ته ورسي۔ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث راغونډولو په مهال ده ووئيل څو ګرانو قدرمنو مشرانو غړو په اېن اېف سي او مردم شمارۍ كښې په تاخير د خيالاتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل زه دې ايوان ته باور وركوم چې دا تاخير د بجټ او وسائلو په وېشن اغېز نه كوي۔ ده ووئيل حكومت به هڅه كوي چې صوبائي حكومتونو سره په ګډه زر تر زره اېن اېف اېف سي ايوارډ پايې ته ورسولې شي۔ د مردم شمارۍ په اړه اسحاق ډار سېنټ كښې ووئيل زمونږ پاك پوځ ضرب عضب چېلنجونو كښې بوخت دے چې په سوب ئې مردم شمارۍ كښی تاخېر شوې۔